کلئوپاترا اوومه تیا فیلوپاترا (په یوناني: Κλεοπάτρα Θεά Φιλοπάτωρ تحت الفظي ژباړه یې کلئوپاترا «له پلار سره مینه کوونکې الهه»؛ زوکړه له میلاد څخه ۶۰/۷۰ کاله مخکې – مړینه له ميلاد څخه ۳۰ کاله مخکې د اګست په لسمه) له میلا څخه مخکې له ۵۱ -۳۰ کال پورې د مصر د بطلیموسي پاچاهۍ ملکه او وروستۍ فعاله واکمنه وه. هغه د بطلیموسي کورنۍ له غړو او د بطلیموس د بنسټ ایښودونکي لومړي سوتر له لمسیانو څخه وه، هغه یو مقدوني یونانی سوداګر او د مقدوني سکندر ملګری و. مصر د کلئوپاترا تر مړینې وروسته د روم ستروا…